news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خلیلزاد: د منځنۍ او سویلي اسیا نږدې نښلېدنه د سیمې بڼه بدلولای شي

خلیلزاد: د منځنۍ او سویلي اسیا نږدې نښلېدنه د سیمې بڼه بدلولای شي

خلیلزاد: د منځنۍ او سویلي اسیا نږدې نښلېدنه د سیمې بڼه بدلولای شي

بریانیوز(پنجشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي  ویلي چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د لېږد رالېږد، مخابراتي اړیکو او انرژۍ د شبکو ژوره نښلېدنه کولی شي د سیمې لپاره بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي

خلیلزاد ټینګار کړی چې د دغو سیمه‌ییزو شبکو پراختیا به نه یوازې اقتصادي ودې او سوداګرۍ ته نوې لارې پرانیزي، بلکې د اوږدمهاله ثبات او همکارۍ لپاره به هم پیاوړی بنسټ جوړ کړي

د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه د جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینو او بشري ظرفیتونو له پلوه ستر فرصتونه لري، خو د دغو فرصتونو بشپړ استعمال د پراخو سیمه‌ییزو همکاریو او نښلېدنې له پیاوړتیا سره تړاو لري

نوموړي زیاته کړې چې د ترانزیټي دهلېزونو، انرژۍ د لېږد پروژو او مخابراتي شبکو پراختیا کولی شي د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د ګډو ګټو پر بنسټ نوې همکارۍ رامنځته کړي

شنونکي باور لري چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلېدنې پراخې پروژې به د سوداګرۍ کچه لوړه کړي، پانګونه به زیاته کړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ به د متقابل باور او اقتصادي ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي

د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د سیمه‌ییز اتصال، ترانزیټ، انرژۍ او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه د سیمې د هېوادونو د اقتصادي تګلارو مهمه برخه ګرځېدلې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto