د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې د پراخېدو د مخنیوي پرېکړهلیک تصویب کړ
بریانیوز(پنجشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د امریکا استازو جرګې، چې مشري یې جمهوري غوښتونکي کوي، د چهارشنبې په ورځ یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې موخه یې له ایران سره د جګړې د پراخېدو مخنیوی او د پوځي اقدام په اړه د کانګرس د واک ټینګار دی
د راپورونو له مخې، دغه پرېکړهلیک د ۲۱۵ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شو. په رایه اچونه کې څلورو جمهوري غوښتونکو استازو هم د ډیموکراتانو ترڅنګ د دې طرحې ملاتړ وکړ
د سیاسي څارونکو په باور، د دې پرېکړهلیک تصویب ښيي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه هم د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي پراخې جګړې په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي
د پرېکړهلیک له مخې، له ولسمشر ډانلډ ټرمپ غوښتنه شوې چې له ایران سره د هر ډول پراخ پوځي ښکېلتیا پر مهال امریکایي ځواکونه له جګړې وباسي، مګر دا چې کانګرس په رسمي ډول د جګړې اعلان وکړي یا د پوځي ځواک د کارولو ځانګړې اجازه ورکړي
د امریکا د اساسي قانون له مخې، د جګړې اعلان او د پوځي عملیاتو د پراخولو مهم صلاحیتونه د کانګرس له واکونو څخه ګڼل کېږي، له همدې امله د استازو جرګې غړو هڅه کړې چې په دې برخه کې خپل قانوني رول لا څرګند کړي
دا پرېکړهلیک په داسې وخت کې تصویبېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې لوړې شوې او په نړیواله کچه د یوې پراخې سیمهییزې جګړې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1678
-
اخبار افغانستان
757
-
مقاله
368
-
سیاست
99
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl