news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روني ماني: ټرمپ پر نتنیاهو د لبنان د اوربند لپاره سخت فشار راوړی و

روني ماني: ټرمپ پر نتنیاهو د لبنان د اوربند لپاره سخت فشار راوړی و

روني ماني: ټرمپ پر نتنیاهو د لبنان د اوربند لپاره سخت فشار راوړی و

بریانیوز(جمعه ، ۱۵ جوزا ١٤٠٥)

اسراییلي پانګه‌ وال روني ماني ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر کورنۍ سخت فشار راوړی و، څو له لبنان سره د اوربند په اړه د واشنګټن دریځ ومني

د ماني په وینا، ټرمپ د نتنیاهو مېرمنې ته ویلي وو چې که د لبنان د اوربند موضوع ونه منل شي، نو د نتنیاهو د زنداني کېدو، د هغه د زوی د امریکا څخه د ایستلو او د کورنۍ د شتمنیو د کنګل کېدو احتمال شته

هغه همدارنګه ادعا کړې چې ټرمپ ورته ویلي وو، که نتنیاهو په راتلونکو ټاکنو کې بریالی نه شي، امریکا چمتو ده چې د هغه کورنۍ ته پناه ورکړي

روني ماني وایي، همدا فشارونه او خبرداري د دې لامل شول چې نتنیاهو د لبنان په اړه د امریکا دریځ ومني او د اوربند له طرحې سره موافقه وکړي

تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه د امریکا د حکومت، د نتنیاهو د دفتر او یا هم د اسراییلو د چارواکو له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، او د ماني ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د امریکا او اسراییلو د اړیکو، او د لبنان د جګړې په اړه د واشنګټن د رول په اړه بحثونه لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto