news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران له ملګرو ملتونو د تاوان غوښتنه وکړه؛ د سیمې هېوادونه یې د جګړې په ملاتړ تورن کړل

ایران له ملګرو ملتونو د تاوان غوښتنه وکړه؛ د سیمې هېوادونه یې د جګړې په ملاتړ تورن کړل

ایران له ملګرو ملتونو د تاوان غوښتنه وکړه؛ د سیمې هېوادونه یې د جګړې په ملاتړ تورن کړل

بریانیوز(جمعه ، ۱۵ جوزا ١٤٠٥)

ایران په یوه رسمي لیک کې چې ملګرو ملتونو ته استول شوی، ادعا کړې چې  امریکا د  اسرائیلو له پوځي عملیاتو سره مرسته کړې او له همدې امله باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي

د راپورونو له مخې، تهران ادعا کوي چې یادو هېوادونو په بېلابېلو بڼو د هغو عملیاتو ملاتړ کړی چې د ایران پر ضد ترسره شوي دي.

ایران له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې موضوع ارزونه وکړي او د خپلې ادعا له مخې د تاوان ورکولو مسئله وڅېړي

بل لور ته، د سیمې سیاسي څارونکي یادونه کوي چې د جګړې پر مهال ایران خپله هم د سیمې پر یو شمېر هېوادونو د توغندیزو بریدونو اقدام کړی و، چې له امله یې ترینګلتیاوې لا پسې زیاتې شوې او د شخړې جغرافیه پراخه شوه

شنونکي باور لري چې د تاوان غوښتنې او متقابلو تورونو دوام ښايي د سیمې د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات لا ژور کړي

د دوی په اند، د دې ډول ادعاوو حقوقي او سیاسي ارزونه به د نړیوالو بنسټونو او اړوندو هېوادونو د غبرګونونو له څرنګوالي سره تړلې وي

دا موضوع په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د منځني ختیځ هېوادونه لا هم د وروستیو شخړو له سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزو سره مخ دي او د سیمې د ثبات په اړه اندېښنې دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto