پوتین: روسیه د ایران د کړکېچ په هواري کې رغنده رول لوبولای شي
بریانیوز(جمعه ، ۱۵ جوزا ١٤٠٥)
د روسیې ولسمشر ویلي چې مسکو د تهران سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د ایران د روان کړکېچ په حل کې مثبت او رغنده رول لوبولای شي
پوتین څرګنده کړې چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوی یورانیم انتقال کړي او د هر هغه سیاسي او ډیپلوماټیک بهیر ملاتړ وکړي چې د سیمې د تاوتریخوالي د کمېدو او د ثبات د ټینګښت سبب ګرځي
د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام او ورسره تړلو اختلافاتو د حل لپاره باید داسې متوازنه او عملي حللاره وموندل شي چې د ټولو ښکېلو لورو اندېښنې او غوښتنې په پام کې ونیسي
هغه زیاته کړې چې د هر ډول احتمالي هوکړې په چوکاټ کې باید د ایران ملي ګټې، د دغه هېواد حقونه او د ایران د خلکو مشروع غوښتنې خوندي وساتل شي، څو یوې دوامدارې او منل شوې پایلې ته لاره هواره شي
پوتین همدارنګه ویلي چې روسیه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د حل پلوي ده او باور لري چې سیاسي تفاهم د سیمهییزو ستونزو د هواري تر ټولو اغېزمنه لاره ده
د روسیې دغه دریځ په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام، نړیوالو بندیزونو او سیمهییزو امنیتي مسئلو په اړه نړیوال بحثونه لا هم دوام لري او بېلابېل هېوادونه د کړکېچ د کمېدو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو د موندلو هڅه کوي
شنونکي باور لري چې د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ښايي د روانو سیاسي هڅو یوه مهمه برخه وګرځي، ځکه مسکو له تهران سره نږدې اړیکې لري او د اټومي دوسیې په تړاو له اوږدې مودې راهیسې د خبرو اترو په بهیر کې رول لوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?