news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

رسوا شوي اسناد: د کونړ محکمې چارواکو د شاهدانو په شهادتونو کې بدلون راوستی

رسوا شوي اسناد: د کونړ محکمې چارواکو د شاهدانو په شهادتونو کې بدلون راوستی

بریا نیوز ته رسېدلي اسناد ښيي چې د طالبانو د کونړ ښاري محکمې ځینو چارواکو د لسګونو زرو ډالرو په بدل کې په عدلي اسنادو کې لاسوهنه کړې ده.

بریانیوز- شنبه، ١٦ جوز ١٤٠٥

بریا نیوز داسی اسناد ترلاسه کړی، چی د طالبانو د کونړ ښاري محکمې رییس ظاهرالله مروان، د مدني دیوان رییس محمد اسلام عارفي او د دغه دیوان مفتي احسان الله د یوې حقوقي دوسیې په جریان کې د شاهدانو په شهادت پاڼو کې بدلونونه راوستي او د قضیې بهیر یې د پیسو ورکوونکي لوري په ګټه اړولی دی.

سرچینې وایي، شخړه د کونړ ولایت د اسعداباد ښار په یوه څو پوړیز مارکېټ پورې تړاو لري. یاد مارکېټ د پخواني جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې د طاهر په نوم یوه اوسېدونکي جوړ کړی و، خو وروسته رحمت الله نومي کس پر ځمکه د ملکیت دعوه وکړه او موضوع د طالبانو محکمې ته وړاندې شوه.

د معلوماتو له مخې، کله چې رحمت الله خپل شاهدان محکمې ته حاضر کړل، د هغوی څرګندونې د شرعي اصولو له شرایطو سره سمون نه درلود. خو ادعا کېږي چې د شاوخوا ۳۵ زره امریکایي ډالرو رشوت په بدل کې د شاهدانو په لیکل شویو شهادتونو کې لاسوهنه وشوه او متن داسې بدل شو چې شهادت د شرعي معیارونو مطابق ښکاره شي.

سرچینې زیاتوي، کله چې دغه موضوع افشا شوه او د اسنادو د جعل نښې څرګندې شوې، د طالبانو اړوندو قاضیانو هڅه وکړه چې قضیه پټه وساتي. ویل کېږي چې هغوی طاهر ته وړاندیز وکړ څو نوې عریضه وړاندې کړي، شاهدان یو ځل بیا محکمې ته راوبلل شي او د هغوی څرګندونې له سره ثبت شي.

خو د دویم ځل لپاره د شاهدانو له حاضرېدو او شهادت ورکولو وروسته هم، د سرچینو په وینا، قاضیانو خپله ژمنه عملي نه کړه او وروستۍ پرېکړه یې د رحمت الله په ګټه صادره کړه.

د معلوماتو له مخې، د شاهدانو دویم ځل احضارول تر ډېره د دې لپاره وو چې د محکمې په اسنادو کې د شویو بدلونونو او احتمالي جعلکارۍ نښې پټې شي.

یوې سرچینې بریا نیوز ته ویلي: «دا کوم عدالت او انصاف دی چې شاهدان یوه خبره کوي، خو قاضي وروسته په خپل قلم د هغوی په شهادت کې بدلون راولي او د منلو وړ یې ګرځوي؟»

ځینې سرچینې ادعا کوي چې دا په کونړ کې د اداري او عدلي فساد یوازینۍ پېښه نه ده، بلکې ورته شکایتونه د طالبانو تر واک لاندې په نورو محکمو کې هم مطرح شوي دي. تر دې وړاندې هم د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د طالب قاضیانو له خوا د رشوت اخیستلو او په قضیو کې د لاسوهنې راپورونه خپاره شوي وو.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto