واشنګټن د ایران د کنګل شویو شتمنیو د برخلیک نوې ارزونه پیل کړې
بریانیوز- یکشنبه، ١۷ جوزا ١٤٠٥
، د امریکا حکومت په پام کې لري چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه د فارس خلیج د هغو هېوادونو د زیانونو د جبران لپاره وکاروي چې د ایران د بریدونو له امله زیانمن شوي دي ویل کېږي د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسینټ اړوندو ادارو او مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د فارس خلیج په هېوادونو د ایران د بریدونو له امله رامنځته شوي مالي او اقتصادي زیانونه په هر اړخیز ډول وارزوي د دغو راپورونو له مخې، د ارزونې موخه دا ده چې معلومه شي د احتمالي تاوان جبران لپاره به څومره مالي سرچینو ته اړتیا وي او د ایران د کنګل شویو شتمنیو په اړه به کومه تګلاره غوره کېږي دا موضوع په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د ایران د ستر مشر پوځي سلاکار محسن رضایي تر دې وړاندې ویلي وو، د تهران او واشنګټن ترمنځ هره احتمالي سیاسي هوکړه د امریکا له لوري د ایران د ۲۴ میلیاردو ډالرو کنګل شویو شتمنیو له خوشې کېدو سره تړاو لري شنونکي باور لري چې د ایران د شتمنیو د برخلیک په اړه هره پرېکړه به د دواړو هېوادونو پر سیاسي اړیکو، د اټومي خبرو اترو پر راتلونکي او د سیمې پر امنیتي وضعیت مستقیم اغېز ولري تر اوسه د امریکا حکومت د دې راپورونو په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي او نه هم څرګنده شوې چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو په اړه به وروستۍ پرېکړه څه وخت وشي دا پرمختګ په داسې مهال رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د باور د رامنځته کولو، د بندیزونو او د سیمهییزو شخړو د حل په اړه بحثونه لا هم دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?