د ملګرو ملتونو راپور: داعش خراسان لا هم په افغانستان کې عملیاتي وړتیا ساتلې
بریانیوز- سه شنبه، ١۹ جوزا ١٤٠٥
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل نوي راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګې د راپور تر پوښښ لاندې موده کې د طالبانو پر ضد د کوم لوی برید مسئولیت نه دی منلی، خو لا هم په افغانستان کې خپلې عملیاتي او جنګي وړتیاوې ساتلې دي
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې ارزونه ښيي چې داعش خراسان د پخوانیو امنیتي فشارونو سره سره لا هم د فعالیت، تنظیم او بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري
ملګرو ملتونو ویلي چې که څه هم د دغې ډلې د لویو بریدونو کچه راکمه شوې، خو د شبکې جوړښت او د عملیاتو توان یې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی
راپور ټینګار کوي چې په افغانستان کې د افراطي ډلو فعالیتونه لا هم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده او د وضعیت دوامداره څارنه اړینه ده
امنیتي شنونکي باور لري چې د داعش خراسان د فعالیتونو ارزونه د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت له مهمو موضوعاتو څخه ده، ځکه د دغې ډلې هر ډول بیا پیاوړتیا کولی شي امنیتي ننګونې زیاتې کړي
دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت، د افراطي ډلو د فعالیتونو او د سیمهییز ثبات په اړه نړیوال بحثونه دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1681
-
اخبار افغانستان
768
-
مقاله
393
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl