په افغانستان کې د روان کال له پیله د ډوبېدو پېښو ۷۵ کسان مړه کړي
بریانیوز- سه شنبه، ١۹ جوزا ١٤٠٥
د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۷۵ کسانو خپل ژوند د ډوبېدو په پېښو کې له لاسه ورکړی دی
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ډېری پېښې په سیندونو، کانالونو، ویالو او کاریزونو کې رامنځته شوې دي
د مسئولینو په وینا، د اوبو د کچې لوړېدل، د خوندیتوب د تدابیرو نشتوالی، د لامبو نه پوهېدل او د سیندونو او کانالونو شاوخوا د احتیاط نه مراعات د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي
د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو اړوند ادارو له خلکو غوښتي چې په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې د سیندونو او ژورو اوبو شاوخوا له احتیاطه کار واخلي او ماشومان له څارنې پرته د اوبو غاړو ته پرېنږدي
شنونکي باور لري چې د عامه پوهاوي پروګرامونه، د خطرناکو سیمو نښهګذاري او د ژغورنې اسانتیاوو پراختیا کولی شي د ورته پېښو د کمېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي
دا شمېرې په داسې وخت کې خپرېږي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوړي له رارسېدو سره د اوبو اړوند پېښې زیاتې شوې او د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم ورسره لوړې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1681
-
اخبار افغانستان
769
-
مقاله
397
-
سیاست
102
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl