د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان پر استازولۍ او سرحدي بریدونو تود بحث
بریانیوز- چهار شنبه، ۲۰ جوزا ١٤٠٥
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د پاکستان استازي د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست نصیر احمد فایق پر حضور نیوکې کړې او ادعا یې کړې چې د پخواني جمهوري نظام له پای ته رسېدو وروسته د هغه استازیتوب حقوقي مشروعیت نه لري دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې نصیر احمد فایق په خپله وینا کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د ملکي وګړو پر وړاندې دغه اقدامات په واضح ډول وغندي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي فایق ټینګار کړی چې د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملکي وګړو د خوندیتوب درناوی باید د نړیوالو اصولو له مخې تضمین شي بل لور ته، د پاکستان استازي د افغانستان د استازولۍ د قانوني حیثیت موضوع راپورته کړه او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د استازولۍ مسئله باید د ټاکل شوو اصولو له مخې وڅېړل شي شنونکي وایي، د افغانستان د څوکۍ او استازولۍ موضوع لا هم په نړیوالو بنسټونو کې یوه سیاسي او حقوقي مسئله ده، ځکه تر اوسه د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د استازولۍ په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې دغه بحثونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي امنیت، هوايي بریدونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه اختلافات زیات شوي او دواړه لوري په نړیوالو فورمونو کې خپل دریځونه مطرح کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?