حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض وغنده
بریانیوز- چهار شنبه، ۲۰ جوزا ١٤٠٥
د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه په کلکو ټکو غندلي دي ښاغلي کرزي په یوه بیان کې ویلي چې په دغو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د بېګناه خلکو په نښه کېدل د خواشینۍ وړ دي او باید مخه یې ونیول شي نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته یې د ډاډګیرنې پیغام رسولی دی کرزي همدارنګه ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې د جګړې، تاوتریخوالي او ویجاړۍ له تګلارې لاس واخلي او پر ځای یې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو اترو، تفاهم او ډیپلوماټیکو لارو حل شي، نه د پوځي اقداماتو او فشارونو له لارې دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي او امنیتي مسایلو په تړاو وخت ناوخت ترینګلتیاوې رامنځته کېږي او دواړه لوري د یو بل پر وړاندې بېلابېل دریځونه خپلوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1682
-
اخبار افغانستان
772
-
مقاله
400
-
سیاست
104
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl