امریکا د ایران په سوېل کې تازه پوځي عملیات ترسره کړي
بریانیوز- چهار شنبه، ۲۰ جوزا ١٤٠
د امریکايي ځواکونو تېره شپه د ایران په سوېلي سیمو کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او د قشم، سیریک، میناب، جاسک او بندرعباس اړوند یو شمېر هدفونه یې د تاماهاک او کروز توغندیو په وسیله په نښه کړي دي ویل کېږي چې دغه عملیات د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو او ترینګلتیاوو په لړ کې ترسره شوي دي. تر اوسه د بریدونو د پایلو، اوښتو زیانونو او احتمالي مرګژوبلې په اړه بشپړ او خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو په اړه ویلي چې ایران مخکې یوه امریکايي اپاچي چورلکه نسکوره کړې وه او واشنګټن اړ و چې مناسب ځواب ورکړي ټرمپ زیاته کړې: «کله چې زموږ پوځي تجهیزات په نښه کېږي، ځواب ورکول ضروري وي.» نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د خپلو ځواکونو او ګټو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کوي بل لور ته، ایراني چارواکو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه بشپړ رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ساعتونو کې نور معلومات خپاره شي پوځي شنونکي وایي، د ایران په سوېلي ساحلي سیمو کې د هر ډول پوځي عملیاتو پراخېدل د فارس خلیج او هرمز تنګي د امنیت لپاره مهمې پایلې لرلای شي، ځکه دغه سیمه د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا لوړې کچې ته رسېدلې او نړیواله ټولنه د شخړې د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?