news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران د بهرنیو چارو وزیرعراقچي: د هرمز تنګی نړیواله اوبه‌لار نه ده، د ایران او عمان تر ګډ حاکمیت لاندې ده

ایران د بهرنیو چارو وزیرعراقچي: د هرمز تنګی نړیواله اوبه‌لار نه ده، د ایران او عمان تر ګډ حاکمیت لاندې ده

ایران د بهرنیو چارو وزیرعراقچي: د هرمز تنګی نړیواله اوبه‌لار نه ده، د ایران او عمان تر ګډ حاکمیت لاندې ده

بریانیوز- چهار شنبه، ۲۰ جوزا ١٤٠

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هرمز تنګی نړیواله اوبه‌لار نه ګڼل کېږي، بلکې د ایران او عمان تر ګډ حاکمیت لاندې موقعیت لري عراقچي ویلي چې د سیمې سمندري پولې په روښانه ډول ټاکل شوې دي او هرمز تنګی د امریکا له سواحلو زرګونه کیلومتره لرې پروت دی. هغه زیاته کړې چې د دغې ستراتیژیکې اوبه‌لارې په اړه د پرېکړو او مدیریت اصلي مسئولیت د ایران او عمان پر غاړه دی د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د هرمز تنګي په منځ کې «نړیوالې اوبه» نشته او دا اوبه‌لار د ایران او عمان په قلمروي اوبو کې پرته ده خو د سمندري حقوقو یو شمېر کارپوهان او نړیوال بنسټونه هرمز د نړیوالې بېړۍ‌چلونې له مهمو تنګیو څخه ګڼي. د حقوقي ارزونو له مخې، که څه هم د تنګي اوبه د ایران او عمان د قلمروي اوبو تر پوښښ لاندې راځي، خو د نړیوالو سمندري تګ‌راتګ د حقونو په اړه بېلابېل حقوقي لیدلوري موجود دي هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالو تېلو او ګازو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي. د سیمې روانې ترینګلتیاوې او د دې اوبه‌لارې د حقوقي وضعیت په اړه بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto