news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام آباد پاکستان: د ډیورنډ کرښې ته نږدې عملیاتو کې ۲۶ وسله‌ وال وژل شوي

اسلام آباد پاکستان: د ډیورنډ کرښې ته نږدې عملیاتو کې ۲۶ وسله‌ وال وژل شوي

اسلام آباد پاکستان: د ډیورنډ کرښې ته نږدې عملیاتو کې ۲۶ وسله‌ وال وژل شوي

بریانیوز- چهار شنبه، ۲۰ جوزا ١٤٠

داسلام آباد پاکستان د اطلاعاتو وزیر پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د هوایي بریدونو یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې ته نږدې په ځینو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي دي
نوموړي ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې ۲۶ وسله‌وال وژل شوي دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه د هغو اهدافو پر ضد ترسره شوي چې د پاکستان د امنیت لپاره یې ګواښ پېښاوه د پاکستاني چارواکو له لوري د ویډیو له خپرولو سره هم‌مهاله، ویل شوي چې عملیات د هدفمند استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي، خو د پېښې د دقیقو ځایونو او د اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې شوي تر اوسه د افغانستان اړوندو چارواکو د دغو ادعاوو او د خپرې شوې ویډیو په اړه رسمي او بشپړ غبرګون نه دی ښودلی دغه راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمو امنیتي وضعیت لا هم حساس بلل کېږي او وخت ناوخت د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو او متقابلو ادعاوو راپورونه خپرېږي شنونکي وایي، د سرحدي عملیاتو او یو اړخیزو پوځي ادعاوو خپرېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې لا زیاتې کړي، او د سیمه‌ییز ثبات لپاره اضافي ننګونې رامنځته کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto