news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جي ډي وینس: امریکا به د ایران په اړه خپلې ملي ګټې لومړیتوب وبولي

جي ډي وینس: امریکا به د ایران په اړه خپلې ملي ګټې لومړیتوب وبولي

جي ډي وینس: امریکا به د ایران په اړه خپلې ملي ګټې لومړیتوب وبولي

بریانیوز- چهار شنبه، ۲۰ جوزا ١٤٠

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس ویلي چې واشنګټن به د ایران په اړه خپلې پرېکړې د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ کوي، پرته له دې چې اسرائیل له دغو پرېکړو خوښ وي او که ناخوښ دی وینس په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د امریکا بهرنۍ تګلاره باید د هېواد د ستراتیژیکو او امنیتي ګټو له مخې تنظیم شي او د هرې موضوع په اړه به وروستۍ پرېکړې د امریکایي ګټو په رڼا کې کېږي هغه ویلي چې د ایران اړوند روانو تحولاتو او سیمه‌ییزو بدلونونو ته په کتو، واشنګټن به هغه دریځ غوره کړي چې د امریکا د اوږدمهالو سیاسي، اقتصادي او امنیتي موخو لپاره ګټور وي د نوموړي څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د سیمې د امنیت، اټومي پروګرام او پوځي تحولاتو په تړاو بحثونه او ډیپلوماټیکې هلې ځلې دوام لري سیاسي شنونکي باور لري چې د امریکا د لوړو چارواکو دا ډول څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن هڅه کوي د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو له دریځونو سره د همغږۍ تر څنګ، د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره خپلواک تصمیمونه هم وساتي دا څرګندونې د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو په داسې پړاو کې کېږي چې د سیمې د راتلونکو سیاسي او امنیتي تحولاتو په اړه نړیواله پاملرنه زیاته شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto