news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان د پوځي چورلکې د لوېدو پخلی وکړ؛ په کشمیر کې ناکرارۍ دوام لري

پاکستان د پوځي چورلکې د لوېدو پخلی وکړ؛ په کشمیر کې ناکرارۍ دوام لري

پاکستان د پوځي چورلکې د لوېدو پخلی وکړ؛ په کشمیر کې ناکرارۍ دوام لري

بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا١٤٠۵

پاکستاني چارواکو منلې چې نن د دوی تر ولکې لاندې کشمیر کې یوه روسي جوړې شوې ايم -۱۷ چورلکه لوېدلې او ټول سپاره کسان پکې وژل شوي دي

تر اوسه د چورلکې د لوېدو د لامل په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي، خو امنیتي ادارو د پېښې د څېړنې خبر ورکړی دی
دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د حکومت ضد اعتراضونه او ولسي خوځښتونه زور اخیستی دی
د راپورونو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې کاربندیز روان دی او زرګونو خلکو د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره احتجاجي غونډې جوړې کړې دي
سرچینې وایي، شاوخوا ۱۲ زره کسانو د میرپور په عیدګاه چوک کې پرلت وهلی او د خپلو سیاسي او اقتصادي غوښتنو د منلو غوښتنه کوي اعتراض کوونکي ادعا کوي چې له اوږدې مودې راهیسې د بېلابېلو ستونزو له امله له فشارونو سره مخ دي، او غواړي چې اړوند چارواکي د هغوی غوښتنو ته عملي ځواب ووایي

شنونکي وایي، د کشمیر وروستي تحولات د سیمې د امنیتي او سیاسي وضعیت حساسیت نور هم زیاتوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ولسي اعتراضونه او امنیتي پېښې په یوه وخت کې رامنځته کېږي تر اوسه د چورلکې د لوېدو او روانو اعتراضونو ترمنځ د کوم مستقیم تړاو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto