زلمی خلیلزاد: د پاکستان برید د حل لاره نه ده، د خبرو وخت رارسېدلی
بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا ١٤٠۵
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري پر افغان خاوره وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي
چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼو بې ګناه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده خلیلزاد ویلي، د پاکستان هغه تګلاره چې د پوځي فشار او بریدونو پر بنسټ ولاړه ده، تر اوسه ناکامه ثابته شوې او د ستونزو د حل پر ځای یې د بېباورۍ او کړکېچ لمن نوره هم پراخه کړې ده نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته لانجې د بمبارۍ، زور او پوځي اقداماتو له لارې نه حل کېږي، بلکې دواړه هېوادونه باید د یوه باوري او منل شوي درېیم لوري په منځګړیتوب د خبرو مېز ته کښېني د هغه په وینا، د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړینه ده چې کابل او اسلاماباد داسې روښانه او عملي هوکړې ته ورسېږي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل پر ضد د وسلوالو ډلو له فعالیتونو پاکه وساتل شي خلیلزاد زیاته کړې چې د جګړې دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی، بلکې د سیمې امنیت او ثبات هم له جدي ګواښ سره مخ کوي د نوموړي په باور، د تاوتریخوالي پر ځای د باور جوړونې، ډیپلوماسۍ او مستقیمو خبرو لاره هغه یوازینۍ حللاره ده چې کولی شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اختلافاتو پای ته رسېدو ته زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1682
-
اخبار افغانستان
773
-
مقاله
400
-
سیاست
107
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl