news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپایي ټولنه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي

اروپایي ټولنه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي

اروپایي ټولنه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي

بریانیوز- جمعه ، ۲۲ جوزا١٤٠۵

 اروپایي ټولنې د اسلامي امارت د استازو د یوه پلاوي نوملړ بلجیم ته سپارلی، څو د دغه پلاوي د احتمالي سفر په تړاو لومړنۍ چارې وڅېړل شي او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع خبرې اترې ترسره شي


د بلجیم چارواکو ویلي چې امنیتي بنسټونو د ویزو د ورکړې اړوند لومړنۍ ارزونې پیل کړې دي، خو تر اوسه د اسلامي امارت له لوري د ویزې کومه رسمي غوښتنه نه ده وړاندې شوې


د بلجیم رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اروپایي چارواکي ټینګار کوي، له اسلامي امارت سره خبرې اترې د هغه د رسمي پېژندنې معنا نه لري، بلکې موخه یې د کډوالۍ د دوسیې سمبالول او افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د عملي لارو چارو موندل دي


شنونکي وایي، که دا لیدنه ترسره شي، نو د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ به د کډوالۍ پر موضوع د اړیکو په برخه کې یو مهم ګام وګڼل شي. د دوی په وینا، اروپایي هېوادونه هڅه کوي د هغو زرګونو افغانانو د برخلیک په اړه روښانه تګلاره جوړه کړي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې دي


دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع په وروستیو میاشتو کې د اروپایي هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto