مقاله
د ایران د مذهبي مشر له لوري د ستر دیني عالم آیت الله محمد اسحاق فیاض پر مړینه د خواخوږۍ څرګندونه
د ایران د مذهبي مشر له لوري د ستر دیني عالم آیت الله محمد اسحاق فیاض پر مړینه د خواخوږۍ څرګندونه
بریانیوز- جمعه ، ۲۲ جوزا١٤٠۵
د ایران مذهبي مشر سید مجتبی خامنه يي د ستر دیني عالم او د شیعه وو د نامتو مرجع آیت الله محمد اسحاق فیاض د مړینې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده
نوموړي په خپل خپاره شوي پیغام کې د ارواښاد فیاض علمي، دیني او ښوونیز خدمتونه وستایل او ویې ویل چې هغه د اسلامي نړۍ له هغو مخکښو عالمانو څخه و چې خپل ټول ژوند یې د دیني پوهنې، روزنې او لارښوونې لپاره وقف کړی و
د ایران مذهبي مشر د نجف علمي حوزې، د ارواښاد زدهکوونکو، مینهوالو او د هغه د کورنۍ له غړو سره خواخوږي څرګنده کړې او د لوی څښتن له درباره یې ورته د پراخ رحمت او لوړو درجو غوښتنه کړې ده
آیت الله محمد اسحاق فیاض د شیعهوو له سترو دیني عالمانو څخه ګڼل کېده. نوموړي د دیني زدهکړو، څېړنو او تدریس په ډګر کې اوږد او اغېزناک ژوند درلود او د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې زرګونه پیروان او زدهکوونکي لرل
د هغه مړینه د دیني او علمي کړیو لپاره یوه ستره ضایعه بلل کېږي او ګڼو دیني او ټولنیزو شخصیتونو پرې د خواشینۍ څرګندونه کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1682
-
اخبار افغانستان
773
-
مقاله
406
-
سیاست
108
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl