news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د اماراتو له لوري ایران ته د ۱۰ میلیارد ډالرو د آزادېدو هوکړه

د اماراتو له لوري ایران ته د ۱۰ میلیارد ډالرو د آزادېدو هوکړه

د اماراتو له لوري ایران ته د ۱۰ میلیارد ډالرو د آزادېدو هوکړه

بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵

 متحده عربي اماراتو له ایران سره د یوې هوکړې له مخې د مجموعي ۱۰ میلیارد ډالرو د شتمنیو د آزادولو پرېکړه کړې، چې له دې جملې څخه تر اوسه له ۳ میلیارد ډالرو څخه زیاتې پیسې عملي ډول ورکړل شوې دي

د سرچینو په وینا، دغه مالي هوکړه د دواړو لورو ترمنځ د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د امنیتي تنشونو د مدیریت په موخه شوې ده

همدارنګه ویل کېږي چې دا توافق د دې په بدل کې رامنځته شوی چې ایران د اماراتو پر ضد د خپلو پوځي یا غبرګوني بریدونو د درولو ژمنه کړې ده

تر اوسه د ایران او متحده عربي اماراتو له رسمي لورو څخه د دې ادعاوو په اړه په تفصیل سره تایید یا رد نه دی شوی

سیاسي شنونکي وایي، که دا ډول هوکړې رښتیا وي، نو کولی شي د فارس خلیج په سیمه کې د کړکېچ د کمېدو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا رغېدو لپاره مهم رول ولوبوي، خو ټینګار کوي چې د دا ډول حساسو موضوعاتو لپاره رسمي تایید او شفاف معلومات اړین دي

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د سیمې هېوادونه د امنیتي ترینګلتیاوو د کمولو او اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره د خبرو اترو او تفاهم هڅې زیاتې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto