news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کمېټه: افغان ښځې د «اندېښنې څرګندونو» له اورېدو ستړې شوې دي

د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کمېټه: افغان ښځې د «اندېښنې څرګندونو» له اورېدو ستړې شوې دي

د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کمېټه: افغان ښځې د «اندېښنې څرګندونو» له اورېدو ستړې شوې دي

بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵

د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کمېټې د نړیوالې ټولنې پر پرله‌پسې او تکراري غبرګونونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغان ښځې نور د «اندېښنې څرګندولو» له بیانونو ستړې شوې دي

یادې کمېټې په یوې اعلامیه کې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له بې‌ساري محدودیتونو سره مخ دي او اوس تر بل هر وخت عملي اقدام، اغېزمن ملاتړ او روښانه دریځ ته اړتیا لري

اعلامیه زیاتوي چې یوازې د اندېښنې څرګندول او د وضعیت غندل د افغان ښځو ستونزې نه شي حل کولای، بلکې نړیواله ټولنه باید د ښځو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب او د هغوی د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د کمېټې په وینا، افغان ښځې د زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او اساسي حقونو په برخو کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي او د نړیوالو له تشو ژمنو او تکراري دریځونو څخه ناهیلې شوې دي

یادې ادارې ټینګار کړی چې د افغان ښځو وضعیت د نړیوالې ټولنې له جدي او اغېزمن اقدام پرته نه شي بدلېدای او اوس د سمبولیکو څرګندونو پر ځای د عملي ملاتړ وخت رارسېدلی دی

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ښځو د حقونو اړوند نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت پرله‌پسې اندېښنې څرګندوي، خو د حقونو فعالان وایي چې یوازې اعلامیې او اندېښنې بسنه نه کوي او باید له عملي اقداماتو سره ملې وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto