د فدرالي محکمې له حکم وروسته د افغان کډوالو د دوسیو پروسس بېرته پیل شو
بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵
د امریکا د مهاجرت ادارې د یوې فدرالي محکمې د حکم له مخې، په امریکا کې د مېشتو افغان کډوالو د مهاجرتي دوسیو، ګرین کارټونو او کاري اجازو د ارزونې او پروسس بهیر بېرته په سمدستي ډول پیل کړی دی
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د هغو زرګونو افغانانو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې د استوګنې د قانوني اسنادو، دایمي اقامت او کاري اجازو دوسیې یې له اوږدې مودې راهیسې له ځنډ سره مخ وې
که څه هم د امریکا حکومت د نویو ویزو او بهرنیو سفرونو په تړاو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځینې محدودیتونه او بندیزونه لا هم پر ځای ساتلي، خو فدرالي محکمې څرګنده کړې چې د هېواد دننه د قانوني دوسیو بېدلیله ځنډول او بېبرخلیکه پرېښودل له قانون سره په ټکر کې دي
قاضي په خپله پرېکړه کې ټینګار کړی چې اړوندې ادارې مکلفې دي د کډوالو او پناه غوښتونکو دوسیې د نافذه قوانینو له مخې وڅېړي او په مناسب وخت کې پرې پرېکړې وکړي
د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه وایي، دغه حکم به د زرګونو افغان کورنیو لپاره د ډاډ او هیلې سبب شي، ځکه ډېری کسان د خپلو ګرین کارټونو، کاري اجازو او دایمي اقامت د غوښتنلیکونو د پایلو په تمه دي
شنونکي باور لري چې دا پرېکړه د افغان کډوالو لپاره یو مهم حقوقي پرمختګ دی او کولی شي د هغو کسانو د وضعیت په روښانه کېدو کې مرسته وکړي چې په امریکا کې د خپل راتلونکي د قانوني تثبیت په لټه کې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?