news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پېښور سترې محکمې یوه افغان ته د پاکستاني تابعیت د ورکولو امر کړی

د پېښور سترې محکمې یوه افغان ته د پاکستاني تابعیت د ورکولو امر کړی

د پېښور سترې محکمې یوه افغان ته د پاکستاني تابعیت د ورکولو امر کړی

بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵

د پېښور سترې محکمې د یوه افغان وګړي د زېږون اسنادو او نورو پاکستاني رسمي مدارکو ته په کتو اړوندو ادارو ته امر کړی چې نوموړي ته د پاکستان تابعیت ورکړي

دغه پرېکړه د محکمې د دوه کسیزې جرګې له لوري شوې چې قاضي وقار احمد او قاضي کامران حیات میانخېل پکې شامل وو. محکمې د عریضه کوونکي د وکیل ثناء ګلزار استدلالونه تر اورېدو وروسته دا حکم صادر کړی دی

د محکمې د پرېکړې له مخې، د پاکستان د احوال نفوسو او ثبت ادارې (نادرا) ته لارښوونه شوې چې د نوموړي د کډوالۍ اړوند ثبت شوي اسناد لغوه کړي او د پاکستاني تابعیت د ترلاسه کولو قانوني بهیر بشپړ کړي

خو بل لور ته، د پېښور سترې محکمې د افغان کډوالو له خوا د پاکستاني تابعیت د ترلاسه کولو لسګونه نورې غوښتنې هم ارزولي چې له ډلې یې شاوخوا ۱۰۰ غوښتنلیکونه رد شوي دي

محکمې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دغو قضیو کې د پاکستان د نافذه قوانینو، اساسي اصولو او پخوانیو قضايي پرېکړو له مخې عمل وکړي

دغه عریضې د هغو افغان وګړو له لوري وړاندې شوې وې چې د «پي او آر» او «اې سي سي» کارتونه لري او د پاکستان د تابعیت غوښتونکي وو

د حقوقي چارو شنونکي وایي، دا پرېکړه ښيي چې د تابعیت هره قضیه به د وړاندې شویو اسنادو، د زېږون د ثبت، د استوګنې مودې او قانوني شرایطو پر بنسټ په جلا توګه ارزول کېږي، نه دا چې د ټولو غوښتونکو لپاره یو ډول پرېکړه وشي

تمه ده چې د محکمې بشپړ او تفصیلي حکم به په راتلونکو ورځو کې خپور شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto