news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خبريال سميع يوسفزي : طالبان په کوم طرف ګامونه اخلې ؟

خبريال سميع يوسفزي : طالبان په کوم طرف ګامونه اخلې ؟

طالبان په کوم طرف ګامونه اخلې ؟

بریانیوز- شنبه ، ۲۳ جوزا١٤٠۵

خبريال سميع يوسفزي ویلي : که د طالبان امارت د ښځو خلاف بی مقصده جګړې ، د محدودیتونوًپر ځای خپل تمرکز پر دې واړوي چې خپل نظام  څنکه مشروع رسمیت کسب  او د افغانستان له ۴۰ میلیونه خلکو سره ځانونه پخلا کړي، نو دا به د هېواد لپاره ډېر ګټور وي

پرون د هرات والي وویل چې افغان ښځې ذهناً “ لیونیانې دي “ دقیقا ستاسو پالیسانو میرمنې څه چې افغان “ نارینه “ هم ذهنې مریضان کړې ، دا ډول څرګندونې ډیر د افسوس وړ  دې دا ډول بیباکه بیانونه نه یوازې د ښځو سپکاوی دی، بلکې له حقیقت څخه هم لرې دي

د کلونو جګړو، بې وزلۍ، محدودیتونو او نا هیلو له امله د افغانستان ډېری ښځې او سړي دواړه له سختو رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي

ولې ؟ ولې ؟

په طالب مشرتابه کې داسې څوک نشته چې لږ په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړي او فکر وکړي چې دوی د افغانسان، افغانانو  او اسلام سره څه کوي؟

آیا دوی درک کوي چې د دوی پالیسۍ افغانستان ته څومره لوی سیاسي، اقتصادي او ټولنیز زیان رسوي؟

مشروعیت د زور، بندیزونو او تبعیض له لارې نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د عدالت، ګډون، تعلیم، انساني کرامت او د ټولو افغانانو د حقونو د درناوي له لارې ترلاسه کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto