طالبانو په روغتونونو کې د ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکو لپاره نوي محدودیتونه وضع کړل
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه وضع کړي دي.
بریانیوز- سهشنبه، ٢٦ جوزا ١٤٠٥
د هغو اسنادو له مخې چې د سهشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۶مه، بریانیوز ته رسېدلي، طالبانو روغتیايي مرکزونو ته په استول شوي ۱۷ مادهییز مکتوب کې یو لړ نوې لارښوونې او مقررات اعلان کړي دي.
په مکتوب کې راغلي چې ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې چې له نارینه همکارانو سره کار کوي، باید «شرعي محرم» ولري. همداراز ټینګار شوی چې د ښځینه او نارینه ډاکټرانو د کار ځایونه باید جلا وي او له ګډ کار کولو څخه دې ډډه وشي.
د مکتوب له مخې، هېڅ نارینه ډاکټر یا روغتیايي کارکوونکی اجازه نه لري هغو خونو ته داخل شي چې ښځینه ناروغانې پکې بسترې وي.
یو شمېر ډاکټرانو بریانیوز ته ویلي چې له دوی څخه ژمنه اخیستل شوې څو ږیرې پرېږدي او د لمانځه له وخت څخه ۱۵ دقیقې مخکې خپلې دندې وځنډوي او جومات ته ولاړ شي.
دغه راز، روغتیايي مرکزونه مکلف شوي چې د نارینه او ښځینه کارکوونکو لپاره جلا دمهځایونه برابر کړي او د هر ډول اختلاط مخه ونیسي.
د مکتوب په بله برخه کې له ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو غوښتل شوي چې د «معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي» په برخه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
طالبانو خبرداری ورکړی چې د یادو لارښوونو پلي کول الزامي دي او له سرغړوونکو سره به «قانوني چلند» وشي.
د روغتیايي سکتور یو شمېر کارکوونکي اندېښنه لري چې دا محدودیتونه به د روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو او د ناروغانو پر لاسرسي منفي اغېزې ولري، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه د دغو اندېښنو په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?