سرحدي ځواکونو: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې
بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر غازیز اکباسوف او د دغه هېواد د امنیتي بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي
په دې لیدنه کې دواړو لورو د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي او د سرحدي همکاریو د منظمولو په اړه نظرونه تبادله کړي دي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې خبرو کې د معلوماتو د شریکولو، د ګډو ګواښونو پر وړاندې د همغږۍ او د سرحدي امنیتي همکارۍ د نوي میکانیزمونو پر جوړولو هم بحث شوی دی
همدارنګه د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ امنیتي اړیکې کولی شي د سیمې د ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي او د ترهګریزو ګواښونو د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې هېوادونه د ګډو امنیتي ننګونو له امله د همکارۍ او معلوماتي شریکولو هڅې لا زیاتوي، څو د سرحدي امنیت کچه لوړه او د احتمالي ګواښونو مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
796
-
مقاله
432
-
سیاست
123
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl