news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل: د جهادي او سیاسي ډګر وتلی شخصیت انجینر قطب‌الدین هلال ومړ

کابل: د جهادي او سیاسي ډګر وتلی شخصیت انجینر قطب‌الدین هلال ومړ

کابل: د جهادي او سیاسي ډګر وتلی شخصیت انجینر قطب‌الدین هلال ومړ

بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥

د افغانستان د جهاد د دورې مشهور شخصیت، د حزب اسلامي افغانستان پخوانی لوړپوړی غړی، د سیاسي چارو پخوانی رییس، د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال او نوموتی قومي مشر  له اوږدې ناروغۍ وروسته د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو

انجینر قطب‌الدین هلال د افغانستان په سیاسي او جهادي تاریخ کې له هغو څېرو څخه ګڼل کېده چې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د هېواد په مهمو سیاسي او ټولنیزو تحولاتو کې فعاله ونډه لرله. نوموړي د جهاد له دورې نیولې تر وروستیو کلونو پورې په بېلابېلو سیاسي او حکومتي مسؤلیتونو کې دنده ترسره کړې وه

د هغه د مړینې خبر د هېواد په سیاسي، قومي او ټولنیزو کړیو کې د خواشینۍ څپه خپره کړې ده. ګڼو سیاسي مشرانو، جهادي شخصیتونو او د هغه نږدې ملګرو د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د ارواښاد جنازې مراسم به نن چهارشنبه د کابل په  کې ترسره شي

ټاکل شوې ده چې وروسته یې جسد د  د چینګي کلي ته ولېږدول شي او هلته به خپلې پلرنۍ هدیرې ته وسپارل شي

انجینر قطب‌الدین هلال د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې د ملي پخلاینې، سیاسي مشارکت او د هېواد د ثبات په اړه د خپلو دریځونو له امله پېژندل کېده او نوم به یې د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ په مهمو پاڼو کې پاتې وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto