ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومتره برخې د بیارغونې تړون لاسلیک شو؛ د ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت ستره پروژه پیلېږي
ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومتره برخې د بیارغونې تړون لاسلیک شو؛ د ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت ستره پروژه پیلېږي
بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥
کابل – د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له یوه خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت لاسلیک کړی دی
د یاد وزارت د ویاند، محمد اشرف حقشناس، په وینا دا پروژه د سالنګونو لویې لارې د رغونې او عصري کولو د پراخ پروګرام مهمه برخه ده. هغه ویلي چې د سړک یاده برخه د اولنګ له سیمې پیلېږي او تر جبلالسراج پورې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومتره اوږدوالي او ۱۲ مترو سور په لرلو سره به په بشپړ ډول ورغول او قیر شي
د نوموړي په خبره، په دې پروژه کې یوازې د سړک بیارغونه نه، بلکې ګڼ نور بنسټیز تاسیسات هم شامل دي. د پلان له مخې به پنځه نوي پلګوټي جوړ شي، ۳۳ موجود پلګوټي به پراخ او معیاري شي او د اوبو د منظمې ایستنې لپاره به د سړک دواړو غاړو ته ۶۰۰ متره ویالې هم جوړې شي
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي چې د سالنګونو لویه لار د افغانستان له حیاتي اقتصادي او ترانزیټي شریانونو څخه شمېرل کېږي او د دې لارې د بیارغونې چارې باید د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې او په ټاکلي وخت بشپړې شي
هغه زیاته کړې چې دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د هغه ستر پلان یوه برخه ده چې اوسمهال یې چارې په سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او د خنجان–دوشي په مسیرونو کې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي
د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو ټرانسپورټي او سوداګریزو دهلېزونو څخه ګڼل کېږي، چې د هېواد شمالي ولایتونه له کابل او د هېواد له مرکزي سیمو سره نښلوي. اقتصادي کارپوهان باور لري چې د دې لارې رغونه به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیاوې زیاتې، د سفر وخت راکم او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي
تمه کېږي چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د زرګونو موټرو د تګ راتګ خوندیتوب او اسانتیاوې ښه شي او د هېواد د ترانزیټي شبکې په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?