کانونو او پټرولیم وزارت : د تخار د سرو زرو د دوو کانونو د ایستلو تړون لاسلیک شو
بریانیوز - دوشنبه، ١۵ سرطان ١٤٠٥
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ د شول درې او وارچي سیمو د رسوبي سرو زرو د کانونو د ایستلو تړون له عبدالحمید فیضي د کانونو د ایستلو او پروسس له شرکت سره لاسلیک شوی دی
د وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه تړون ټولیز ارزښت ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکایي ډالره دی. تړون د لسو کلونو لپاره شوی او اسلامي امارت به د کان د عوایدو څلوېښت سلنه امتیازي ونډه ترلاسه کوي
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري ویلي، قراردادي شرکت مکلف دی چې خپلې ټولې چارې د کانونو د قانون، اړوندو کړنلارو او په تړون کې د ثبت شویو ژمنو له مخې ترسره کړي
د وزارت د معلوماتو له مخې، قراردادي شرکت به د امتیازي ونډې تر ورکړې سربېره د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم دوه میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي
وزارت زیاتوي، تمه ده چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا درې زره کسانو ته نېغ په نېغه او څلور زره نورو ته په نانېغ ډول د کار زمینه برابره شي، چې د سیمې په اقتصادي وده او د خلکو په کارموندنه کې به مهمه ونډه ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
830
-
مقاله
528
-
سیاست
176
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl