نړیوال بانک: د خوړو او کرنې پیاوړتیا افغانستان کې د کارموندنې او اقتصادي ودې لامل کېدای شي
بریانیوز - دوشنبه، ١۵ سرطان ١٤٠٥
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، د خوړو او کرنې د نظامونو پیاوړتیا کولای شي په افغانستان او سیمه کې د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي، د کار نوې زمینې برابرې کړي او د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د خلکو د درېدو وړتیا لوړه کړي
د راپور له مخې، افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو له کمښت، وچکالۍ، شخړو او د خوړو د ناامنۍ له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی. نړیوال بانک وایي، دغو ستونزو د کرنې تولید، د خلکو ژوند او اقتصادي ودې ته زیان رسولی دی
نړیوال بانک ټینګار کوي، که د کرنې، اوبو لګولو، خوړو د پروسس، زېرمه کولو او بازار موندنې په برخو کې پراخه پانګونه وشي او د سوداګرۍ چاپېریال ښه شي، نو د خوړو د تولید او وېش ټوله کړۍ به پیاوړې شي او د سیمې اقتصاد به هم وده وکړي
د راپور پر بنسټ، تر ۲۰۵۰ کال پورې د افغانستان په ګډون د سیمې د خوړو او کرنې په سکټور کې د نږدې پنځه میلیونه نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو امکان شته، چې دا به د بېکارۍ په کمېدو، د خلکو د عایداتو په زیاتېدو او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
830
-
مقاله
528
-
سیاست
176
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl