news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برلين: جرمني د بې‌جرمه افغان کډوالو د ایستلو چمتووالی هم نیولی

برلين: جرمني د بې‌جرمه افغان کډوالو د ایستلو چمتووالی هم نیولی

برلين: جرمني د بې‌جرمه افغان کډوالو د ایستلو چمتووالی هم نیولی

بریانیوز پنجشنبه - ١۸ سرطان ١٤٠٥

د جرمني  حکومت راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت غواړي د جرمي مخینې لرونکو افغان کډوالو تر څنګ، هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې هېڅ جرمي سابقه نه لري

د راپور له مخې، دا معلومات په جرمني کې د کډوالو له سیمه‌ییزو شوراګانو سره د ترسره شوې سروې پر بنسټ راټول شوي دي. ویل شوي چې تر اوسه پنځه افغان کډوال، چې کومه جرمي مخینه نه لري، د افغانستان ته د ایستلو په موخه نیول شوي دي

راپور زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور یې د باواریا ایالت او یو بل یې د هېسن ایالت په توقیف‌خونه کې ساتل کېږي او د ایستلو بهیر ته په تمه دي

د راپور له خپرېدو وروسته د جرمني د کډوالۍ د تګلارې په اړه نوي بحثونه راپورته شوي دي. د کډوالو د حقونو یو شمېر ملاتړو اندېښنه ښودلې او له جرمني حکومت یې غوښتي چې د هرې پرېکړې پر مهال د نړیوالو بشري اصولو او د کډوالو د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیسي

تر اوسه د جرمني حکومت د یاد راپور او د بې‌جرمه افغان کډوالو د ایستلو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto