news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

شنونکي: ټرمپ ولې د ایران جګړې په تړاو تل جنجالي څرګندونې کوي؟

شنونکي: ټرمپ ولې د ایران جګړې په تړاو تل جنجالي څرګندونې کوي؟

شنونکي: ټرمپ ولې د ایران جګړې په تړاو تل جنجالي څرګندونې کوي؟

بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د جګړې او له تهران سره د اړیکو په تړاو په پرله‌پسې ډول داسې څرګندونې کوي چې د نړیوالو رسنیو او سیاسي شنونکو پراخ غبرګونونه راپاروي. نوموړی کله د ایران پر ضد د سختو بندیزونو، پوځي فشار او قاطع دریځ ملاتړ کوي او کله بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ د بیا پیل خبر ورکوي، هغه څه چې د واشنګټن د پالیسۍ په اړه بېلابېل پوښتنې راپورته کوي

سیاسي شنونکي وایي، ټرمپ د دې تګلارې له لارې هڅه کوي پر ایران سیاسي، اقتصادي او رواني فشار زیات کړي او تهران دې ته وهڅوي چې د امریکا له شرطونو سره سم خبرو اترو ته حاضر شي. د دوی په باور، د سختو څرګندونو او د مذاکراتو د وړاندیزونو یوځای کول د ټرمپ د مذاکره‌ییزې ستراتیژۍ مهمه برخه ده، څو سیال لوری د امریکا د راتلونکو ګامونو په اړه په ناڅرګند حالت کې وساتي

خو یو شمېر منتقدین باور لري چې دا ډول متضاد او جنجالي څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا کمزورې کوي او ښايي د سیمې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی کړي. سره له دې، ځینې کارپوهان وایي چې ټرمپ د همدې فشار او ډیپلوماسۍ ګډ سیاست ته د خپلو بهرنیو اړیکو د مدیریت د مهمې وسیلې په سترګه ګوري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto