news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فوټبال نړیوال جام : نیویارک ټایمز د ۲۰۲۶ نړیوال جام ۱۳ د اخراج پرېکړې ارزولي؛ ایا د داورانو ټولې پرېکړې سمې وې؟

فوټبال نړیوال جام : نیویارک ټایمز د ۲۰۲۶ نړیوال جام ۱۳ د اخراج پرېکړې ارزولي؛ ایا د داورانو ټولې پرېکړې سمې وې؟

فوټبال نړیوال جام : نیویارک ټایمز د ۲۰۲۶ نړیوال جام ۱۳ د اخراج پرېکړې ارزولي؛ ایا د داورانو ټولې پرېکړې سمې وې؟

بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥

نیویارک – د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د ځینو داورانو د پرېکړو په اړه له پراخو نیوکو وروسته، ورځپاڼې نیویارک ټایمز تر دې پړاو پورې د لوبغاړو د اخراج ۱۳ پرېکړې ارزولي او څېړلې یې دي چې ایا په ټولو مواردو کې د داورانو پرېکړې د لوبې له قوانینو سره سمې وې که نه

د راپور له مخې، د هرې پېښې انځورونه او د فوټبال قوانین له نږدې ارزول شوي او د داورانو پرېکړې د بېلابېلو متخصصانو له نظرونو سره پرتله شوې دي. په راپور کې ویل شوي، که څه هم په ډېری پېښو کې د لوبغاړو اخراج د قوانینو له مخې پر ځای و، خو په یو شمېر نورو مواردو کې د داورانو پرېکړې د بحث او اختلاف وړ بلل شوې دي

نیویارک ټایمز لیکلي، که څه هم د لوبو د انځوریزې بیاکتنې سیستم د داورانو د مرستې لپاره کارول کېږي، خو وروستۍ پرېکړه بیا هم د لوبڅار پر ارزونه ولاړه وي، ځکه هره پېښه خپل ځانګړي شرایط لري

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په روانو سیالیو کې د داورانو یو شمېر پرېکړې د لوبغاړو، روزونکو او د فوټبال د مینه‌والو ترمنځ پراخ بحثونه راپارولي او د لوبو د عدالت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto