د فرانسې د عامې روغتیا ادارې اعلان کړی چې د روان کال د جون میاشتې د بې سارې ګرمۍ څپې پر مهال په دغه هېواد کې ۲۱ زره او ۶۷۴ کسان مړه شوي، چې دا د معمول په پرتله د ۵ زره او ۷۶۴ اضافي مړینو ښکارندويي کوي.
بریانیوز - پنجشنبه، ١ اسد ١٤٠٥
د ادارې د معلوماتو له مخې، د جون له ۱۷مې څخه د جولای تر ۲مې پورې په هغو سیمو کې چې د سختې ګرمۍ له څپې اغېزمنې شوې وې، د مړینو کچه ۳۶ سلنه لوړه شوې ده. چارواکي وايي، دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د فرانسې د هرې ګرمۍ څپې تر ټولو لوړه د مړینو کچه ده.
راپور زیاتوي، چې د جون په ۲۴مه او ۲۵مه فرانسې د خپل تاریخ تر ټولو ګرمې ورځې تجربه کړې، او په ګڼو سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۰ سانتي ګراد څخه واوښته.
د روغتیايي چارواکو په وینا، ډېری مړینې د زړو خلکو په ساتنځایونو کې ثبت شوې او قربانیان هم تر ډېره هغه زاړه کسان وو چې د سختې ګرمۍ پر وړاندې یې د مقاومت توان له لاسه ورکړی و.
د راپور له مخې، پلازمېنه پاریس د دې ګرمۍ له څپې تر ټولو ډېره اغېزمنه سیمه بلل شوې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1720
-
اخبار افغانستان
867
-
مقاله
585
-
سیاست
217
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl