اسلاماباد : پاکستان د بښنې نړیوال سازمان راپور رد کړ او د امید روغتون د برید په اړه یې ادعاوې بېبنسټه وبللې
اسلاماباد : پاکستان د بښنې نړیوال سازمان راپور رد کړ او د امید روغتون د برید په اړه یې ادعاوې بېبنسټه وبللې
بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥
اسلاماباد – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د معتادینو د درملنې پر «امید روغتون» د هوايي برید او د ملکي تلفاتو په اړه د بښنې نړیوال سازمان وروستی راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې پر پاکستان لګېدلي تورونه له کره شواهدو بېبرخې دي
د دغه وزارت ویاند طاهر اندراپي ویلي، د بښنې نړیوال سازمان داسې ادعاوې کړې چې د ده په وینا، د باور وړ اسنادو او مستندو شواهدو پر بنسټ نه دي ولاړې. هغه ټینګار کړی چې پاکستان د ملکي وګړو د په نښه کولو تورونه نه مني
دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شوی چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي څېړنیز راپور کې د مارچ د ۱۶مې نېټې پر برید د خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه برید باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي. د راپور له مخې، په یاد برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي دي
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت هم د دغو هوايي بریدونو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه خپاره کړي وو، خو پاکستان هغه مهال هم دغه ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې عملیات یې د امنیتي ګواښونو پر ضد ترسره شوي دي
د یاد راپور له خپرېدو وروسته، د پېښې د څرنګوالي او د ملکي تلفاتو د کچې په اړه بحثونه یو ځل بیا تود شوي او د بشري حقونو بنسټونه د خپلواکې او بېپرې څېړنې غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?