news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان: د افغانانو لپاره د جعلي پېژندپاڼو د برابرولو په تور یې څلور تنه نیولي

پاکستان: د افغانانو لپاره د جعلي پېژندپاڼو د برابرولو په تور یې څلور تنه نیولي

پاکستان: د افغانانو لپاره د جعلي پېژندپاڼو د برابرولو په تور یې څلور تنه نیولي

بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥

 پاکستان د پلټنو ادارې ادعا کړې چې په کراچۍ ښار کې یې د افغانانو لپاره د جعلي پېژندپاڼو د برابرولو په تور د ملي ثبت ادارې څلور تنه نیولي دي

د دغې ادارې د ویاند په وینا، نیول شویو کسانو کې د ملي ثبت ادارې یو مرستیال مشر، یو مرستیال کارکوونکی، یو ساتونکی او یو بل کس شامل دي. د ادارې په ادعا، دغو کسانو افغانانو ته د جعلي پېژندپاڼو په برابرولو، د رسمي مالوماتو په بدلولو او نورو ناقانونه چارو کې همکاري کوله

پاکستاني چارواکي وایي، د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او که نور کسان هم په دې لړۍ کې ښکېل وموندل شي، قانوني چلند به ورسره وشي

خو تر اوسه پاکستان د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره هېڅ ډول کره اسناد او شواهد نه دي خپاره کړي. همدارنګه، نیول شویو کسانو او یا هم د هغوی استازو د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی

دا ادعاوې په داسې وخت کې کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د هغوی د هویتي اسنادو په اړه د څارنې او نیونو لړۍ لا هم روانه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto