د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا خبرې شوې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا خبرې شوې
بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو مشر رفیعالله صمیم د مالیزیا د ملي کتابتون له مسئولانو سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د فرهنګي او علمي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د عامه کتابتونونو د خدمتونو د پیاوړتیا، د کاري تجربو د شریکولو، د کتابونو د برېښنايي خوندي کولو او د کتابتونونو د پرمختګ په اړه خبرې وشوې
د مالیزیا د ملي کتابتون مسئولانو د افغانستان د عامه کتابتونونو د پیاوړتیا، د اړینو وسایلو د برابرولو او د خپلې تجربې د لېږد لپاره د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړی دی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دا ډول همکارۍ کولی شي د هېواد د عامه کتابتونونو د ودې، د لوست دود د پیاوړتیا او د فرهنګي خدمتونو د پراختیا لپاره مهمې پایلې ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1720
-
اخبار افغانستان
868
-
مقاله
585
-
سیاست
218
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl