سهیل شاهین: افغانستان د پرمختګ لپاره له نورو هېوادونو سره همکارۍ ته اړتیا لري
بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥
دوحه – په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږۍ د مشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت متوازن سیاست غوره کړی او له ټولو هېوادونو سره د خپلو اصولو او ارزښتونو پر بنسټ د مثبت تعامل غوښتونکی دی
شاهین طلوع نیوز ته ویلي، افغانستان د بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره د نورو هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې د خپلو اصولو او ملي ګټو پر بنسټ پراخې کړي
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره سیمهییزه او نړیواله همکاري مهمه ده او هېوادونه باید د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد مبارزې همغږي کوونکي ویلي وو چې واشنګټن به د خپلو ګټو له مخې، له اسلامي امارت سره یوازې په ټاکلو امنیتي موضوعاتو کې محدود او انتخابي تعامل وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1720
-
اخبار افغانستان
868
-
مقاله
585
-
سیاست
218
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl