آلمان: جرمني د افغانستان د نورو وګړو د ایستلو لپاره لاره هواروي
بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥
د جرمني د هسن ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، فدرالي حکومت داسې زمینه برابره کړې چې له مخې به یې د افغانستان د نورو وګړو د ایستلو بهیر پراخ شي او دا بهیر به یوازې پر مجرمینو او هغو کسانو محدود نه وي چې امنیتي ګواښ بلل کېږي
د هسن د کورنیو چارو وزیر رومان پوزک ویلي، د مجرمینو ایستل لا هم د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، خو له دې وروسته هغه افغان وګړي هم چې د جرمني له خاورې د وتلو مکلف ګڼل کېږي، ښايي بېرته افغانستان ته ولېږدول شي
نوموړي ویلي، د ایستلو پرېکړې به د هر کس د قانوني وضعیت له ارزونې وروسته ترسره کېږي او هغه کسان به په پام کې ونیول شي چې د جرمني د پاتې کېدو قانوني اجازه نه لري
بل لور ته، د هسن د کډوالو شورا د دې پرېکړې مخالفت کړی او دا یې «بېمسؤلیته» اقدام بللی دی. دغه شورا ویلي، د افغان وګړو ایستل د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او باید د هر کس وضعیت په جلا ډول وارزول شي
د افغانستان د وګړو د بېرته ستنولو موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د کډوالۍ، امنیت او بېرته ستنولو په اړه بحثونه زیات شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1720
-
اخبار افغانستان
868
-
مقاله
585
-
سیاست
218
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl