کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ
بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥
د اعلان شوې لوبډلې مشري رحمت شاه کوي او رحمانالله ګربز د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. په نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ، صدیقالله اتل، حشمتالله شاهدي، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافي، فضلالحق فاروقي او ضیاالرحمن شریفي هم شامل دي
کرېکټ بورډ د احتیاطي لوبغاړو نوملړ هم خپور کړی چې قیس احمد، فرید ملک، بلال سمیع او بشیر احمد پکې ځای لري
ټاکل شوې ده د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ د اګست په پنځمه نېټه پیل شي. دویمه لوبه به د اګست په اوومه، درېیمه د اګست په لسمه، څلورمه د اګست په دولسمه او وروستۍ لوبه به د اګست په پنځلسمه ترسره شي
د کرېکټ بورډ په وینا، افغان ملي لوبډله به د دغې لوبلړۍ لپاره نن ایرلنډ ته سفر وکړي، څو له سیالیو وړاندې خپل تمرینونه او چمتووالی بشپړ کړي. دا لوبلړۍ د دواړو لوبډلو لپاره د راتلونکو نړیوالو سیالیو د چمتووالي مهمه برخه بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1722
-
اخبار افغانستان
869
-
مقاله
589
-
سیاست
220
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl