news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کشمیر : د ټاکنو پر مهال تاوتریخوالی؛ د اعتراضونو په ترڅ کې د ۳۰ کسانو د وژل کېدو ادعا

کشمیر :  د ټاکنو پر مهال تاوتریخوالی؛ د اعتراضونو په ترڅ کې د ۳۰ کسانو د وژل کېدو ادعا

کشمیر :  د ټاکنو پر مهال تاوتریخوالی؛ د اعتراضونو په ترڅ کې د ۳۰ کسانو د وژل کېدو ادعا

 بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د سیمه‌ ییزو ټاکنو له پیل سره هم‌مهاله اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي او د راپورونو له مخې، د نښتو پر مهال لسګونه کسان وژل شوي دي

د رویټرز د راپور له مخې، د کشمیر یوې منع شوې ډلې مشرانو ویلي چې د دویم پړاو ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د یوې سیمې په شاوخوا کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي

بلخوا، د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ نواز د دوشنبې په ټاکنو کې د سیالۍ له ۱۳ څوکۍ څخه ۹ څوکۍ ګټلې دي. دغه بریا د میرپور، کوټلي او بهیمبر ولسوالیو په سیمو کې ترلاسه شوې ده

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سیمه‌ییزې ټاکنې، چې ټاکل شوې وه د جولای په ۲۷مه په یوه پړاو کې ترسره شي، د امنیتي اندېښنو له امله په درې پړاوونو ووېشل شوې. ټاکنې د بېلابېلو ولسوالیو له مخې په جلا جلا پړاوونو کې ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د دغو ټاکنو دویم او درېیم پړاوونه د اګست په دویمه او لسمه نېټه ترسره شي

په همدې حال کې، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې په کشمیر ټاکنې ګټلې وې، د درغلیو د اندېښنو له امله دغه ټاکنې تحریم کړې دي

سیاسي څارونکي وایي، د ټاکنو پر مهال روان تاوتریخوالی او سیاسي اختلافات ښايي د سیمې پر امنیتي وضعیت او د راتلونکې سیاسي فضا پر ثبات اغېز وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto