news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سفارتونوستونزې : په جاپان او اسټرالیا کې د افغانانو قونسلۍ ستونزې؛ کابل د خدمتونو د بېرته فعالېدو هڅې روانې بولي

سفارتونوستونزې :  په جاپان او اسټرالیا کې د افغانانو قونسلۍ ستونزې؛ کابل د خدمتونو د بېرته فعالېدو هڅې روانې بولي

سفارتونوستونزې :  په جاپان او اسټرالیا کې د افغانانو قونسلۍ ستونزې؛ کابل د خدمتونو د بېرته فعالېدو هڅې روانې بولي

 بریانیوز/ جمعه  ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

په جاپان او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو د فعالیت له درېدلو څو میاشتې تېرې شوې، خو د دغو ډیپلوماتیکو استازولیو د راتلونکي برخلیک په اړه لا هم روښانه پرېکړه نه ده شوې. دا وضعیت په دغو هېوادونو کې مېشت زرګونه افغانان له ګڼو قونسلي ستونزو سره مخ کړي دي

د طالبانو حکومت وایي، د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې په جاپان او اسټرالیا کې افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د بېرته برابرېدو لپاره لارې ومومي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د افغانستان حکومت په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د فعالولو هڅې کړې دي، خو د ځینو هېوادونو سیاسي تګلارې، قانوني بهیرونه او د رسمي همکارۍ نشتوالی د دې هڅو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي

بلخوا، پخواني افغان ډیپلوماتان وایي، د سفارتونو او قونسلګریو د فعالیت درېدلو په جاپان او اسټرالیا کې د افغانانو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی

د هغوی په وینا، د پاسپورټونو صادرول او تمدید، د ماشومانو د زېږون ثبت، د واده او طلاق اسناد، د تحصیلي سندونو تایید، سوداګریز اسناد، د نیول شویو افغانانو قونسلي ملاتړ او د بهرنیو وګړو لپاره د ویزو چارې له مهمو خدمتونو څخه دي چې اوس له خنډ سره مخ دي

پخوانی ډیپلومات غوث جان‌باز وایي، قونسلي دفترونه د خپلو هېوادوالو د حقونو د ساتنې مهم مسئولیت لري، خو د دغو خدمتونو اغېزمنتیا د کوربه هېواد له رسمي همکارۍ او متقابل سیاسي اړیکو سره تړاو لري

بل پخوانی ډیپلومات عزیز معارج هم ټینګار کوي چې د قونسلي خدمتونو نشتوالی نه یوازې پر سیاسي اړیکو، بلکې پر سوداګرۍ او د افغان کډوالو د ورځنیو ستونزو پر حل هم منفي اغېز کوي، په ځانګړي ډول په جاپان او اسټرالیا کې چې د افغانانو د پام وړ ټولنې ژوند کوي

تر دې وړاندې د افغانستان د پخواني حکومت سفارتونو په جاپان او اسټرالیا کې د خپلو فعالیتونو د بشپړ درېدو خبر ورکړی و

همدارنګه، طالبانو مخکې د لوېدیځو هېوادونو د ۱۴ افغان ډیپلوماتیکو استازولیو، چې لندن، پاریس، برلین، ویانا او کاناډا هم پکې شامل دي، د صادرېدونکو اسنادو اعتبار لغوه اعلان کړی و؛ هغه پرېکړه چې د دغو استازولیو د اسنادو حقوقي اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راوست

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto