د مدیترانې سمندرګي : د مصر د بندر پر وړاندې ډرون برید؛ د سویز کانال د سمندري تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې
د مدیترانې سمندرګي : د مصر د بندر پر وړاندې ډرون برید؛ د سویز کانال د سمندري تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې
بریانیوز/ جمعه ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د مصر د مدیترانې سمندرګي په دمیاط بندر کې د ډرون برید له امله پر دوو ګاز وړونکو کښتیو اور لګېدلی، چې دې پېښې د سویز کانال له لارې د سمندري سوداګرۍ د امنیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي
د راپورونو له مخې، دغه برید د مصر په یوه مهم بندري سیمه کې شوی، چې د نړیوالو سوداګریزو لارو له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي. د سویز کانال د نړۍ له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د انرژۍ او نورو توکو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري
شنونکي وایي، د سیمې د روانو ترینګلتیاوو او د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د پراخېدو له امله د سمندري لارو امنیت له نویو ګواښونو سره مخ شوی دی. دوی خبرداری ورکوي چې د سویز کانال په مسیر کې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي پر نړیوالو بازارونو او د تېلو پر بیو اغېز وکړي
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او د مصر چارواکو هم د پېښې د جزیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو امنیتي ادارې د پېښې څېړنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1737
-
اخبار افغانستان
887
-
مقاله
616
-
سیاست
230
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl