حامد کرزي : پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
بریانیوز/دو شنبه ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلینو د ځورونې او د هغوی د ویزو د نه تمدید په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي
کرزي ویلي، افغان محصلین یوازې د زدهکړو او خپلو علمي پروګرامونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي او د هغوی د استوګنې او ویزو موضوع باید له نورو سیاسي او امنیتي مسایلو جلا وکتل شي
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې له افغان محصلینو سره د نړیوالو اکاډمیکو اصولو او دودونو له مخې چلند وکړي، څو هغوی وکولای شي خپلې زدهکړې پرته له خنډه بشپړې کړي
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د زدهکړو فرصتونه باید د سیاسي اختلافونو له امله زیانمن نه شي او محصلینو ته باید د علمي پرمختګ زمینه برابره پاتې شي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلینو د ویزو د ستونزو او د پاتې کېدو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1738
-
اخبار افغانستان
892
-
مقاله
623
-
سیاست
238
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl