مسکو : د افغانستان او ایران سفیرانو په مسکو کې د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې وکړې
مسکو : د افغانستان او ایران سفیرانو په مسکو کې د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې وکړې
بریانیوز/سه شنبه ( ۱۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
په روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر، ګلحسن حسن، د ایران له سفیر کاظم جلالي سره په مسکو کې کتلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو، وروستیو سیمه ییزو تحولاتو او د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي
په روسیه کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، روغتیايي او فرهنګي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو د نظرونو تبادله کړې ده
په دې لیدنه کې د قونسلي همکاریو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د وګړو د تګ راتګ پر اسانتیاوو او د افغانستان او ایران د سفارتونو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی
دواړو خواوو د متقابلو اړیکو د لا پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو د دوام لپاره د ګډ کار پر اړتیا هم خبرې کړې دي
دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې کابل او تهران په وروستیو میاشتو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، ډیپلوماټیکو اړیکو او سیمهییزو مسایلو په برخه کې د همکاریو د پراختیا هڅې روانې ساتلې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1738
-
اخبار افغانستان
892
-
مقاله
624
-
سیاست
240
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl