news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نورستان: د سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د سوداګرۍ خونې له لوري له اووه میلیونو ډېره نغدي مرسته

نورستان: د سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د سوداګرۍ خونې له لوري له اووه میلیونو ډېره نغدي مرسته

نورستان: د سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د سوداګرۍ خونې له لوري له اووه میلیونو ډېره نغدي مرسته

 بریانیوز/چهارشنبه  ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د نورستان د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې ۷ میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د مرستې اعلان د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په مشرۍ د حکومتي پلاوي د نورستان د سفر پر مهال وشو

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي ویلي، په دې ټولیزه مرسته کې یو میلیون افغانۍ د نوموړي شخصي مرسته هم شامله ده

چارواکي وایي، دا مالي مرسته به د هغو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه، کرنیزې ځمکې او شتمنۍ زیانمنې شوې دي

نورستان په دې وروستیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد و، چې له امله یې لسګونه کورونه ویجاړ، کرنیزې ځمکې زیانمنې او ګڼې کورنۍ له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto