محمود خان اڅکزی: د افغانستان د لارو تړل زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي
بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د پاکستان مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزي ویلي، د افغانستان پر لارو او سرحدي دروازو محدودیتونو او تړل کېدو زرګونه کورنۍ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ کړې دي
اڅکزي ویلي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ له څو میاشتو راهیسې د روان کړکېچ او خونړیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، تګ راتګ او د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه خپلې تګلارې له سره وارزوي او داسې حللاره غوره کړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو ستونزې راکمې کړي
په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د سیاستوالو، سوداګرو او مدني فعالانو له لوري هم د افغانستان پر وړاندې د اسلاماباد د تګلارې د بیاکتنې غوښتنې زیاتې شوې دي. دوی باور لري چې د سرحدي لارو اوږدمهاله تړل د زرګونو کورنیو پر ژوند، سوداګرۍ او سیمهییز اقتصاد منفي اغېز کړی دی
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم له امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تګ راتګ په اړه محدودیتونه پر خپل ځای پاتې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1747
-
اخبار افغانستان
900
-
مقاله
631
-
سیاست
253
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl