news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تربت: بلوچستان کې ۲۲ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي؛ دوه نور ټپیان دي

تربت: بلوچستان کې ۲۲ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي؛ دوه نور ټپیان دي

تربت: بلوچستان کې ۲۲ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي؛ دوه نور ټپیان دي

 بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت ولسوالۍ کې پولیسو د عملیاتو پر مهال ۲۲ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي

پولیس وایي، دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې د یوه مسافر وړونکي موټر د پلټنې پر مهال یې هڅه کوله، د قاچاق وړونکو په مرسته بل موټر ته ولېږدول شي

د پولیسو په وینا، د نیول کېدو پر مهال یو شمېر کسانو د تېښتې هڅه کړې، چې د پولیسو د ډزو له امله دوه افغان وګړي ټپیان شوي دي

د راپورونو له مخې، د روان کال له جون میاشتې راهیسې یوازې په چاغۍ ولسوالۍ کې ۳۳۲ افغان وګړي نیول شوي دي. ویل کېږي، دغو کسانو غوښتل د ایران له لارې اروپا ته ولاړ شي

پاکستاني چارواکي په وروستیو میاشتو کې د هغو افغانانو پر وړاندې د نیولو او قانوني اقداماتو لړۍ پراخه کړې چې د قانوني سفر یا استوګنې اسناد نه لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto