news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغان کډوال : کندوز ته د ۱۶ زرو کډوالو کورنیو ستنېدل؛ د استوګنې د نومرو غوښتنه کوي

افغان کډوال : کندوز  ته د ۱۶ زرو کډوالو کورنیو ستنېدل؛ د استوګنې د نومرو غوښتنه کوي

افغان کډوال : کندوز  ته د ۱۶ زرو کډوالو کورنیو ستنېدل؛ د استوګنې د نومرو غوښتنه کوي

 بریانیوز/ شنبه( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کندوز – د طالبانو د کډوالو چارو ریاست وایي، د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۶ زره کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه بېرته کندوز ته ستنې شوې دي

د دغه ریاست مشر عبدالولي محمدي ویلي، یادې کورنۍ د وري او زمري میاشتو ترمنځ کندوز ته رسېدلې دي او اوس د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو د نومرو د وېش غوښتنه کوي

د نوموړي په وینا، د کډوالو د زیات شمېر راستنېدل د ولایت پر موجودو امکاناتو او خدماتو فشار زیات کړی او د راستنېدونکو کورنیو لپاره د سرپناه او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول له مهمو ننګونو څخه دي

بلخوا، د ملګرو ملتونو په راپورونو کې ویل شوي چې افغانستان ته د کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو د بېرته ستنېدو چټک بهیر د هېواد روان بشري وضعیت لا پسې سخت کړی دی

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی پر عامه خدمتونو، سرپناه او د کار پر بازار د پام وړ فشار اچوي، په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې چې له وړاندې له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto