news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد: د طالبانو د وسلو د قاچاق ادعا رد کړه؛ پر کابل یې سختې نیوکې وکړې

اسلام‌اباد: د طالبانو د وسلو د قاچاق ادعا رد کړه؛ پر کابل یې سختې نیوکې وکړې

اسلام‌اباد: د طالبانو د وسلو د قاچاق ادعا رد کړه؛ پر کابل یې سختې نیوکې وکړې

 بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد – کابل: د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي د طالبانو هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق یوه لړۍ روانه ده

سولنګي پر طالبانو نیوکه کړې او هغوی یې په سیمه کې د وسلو د تور بازار په اداره کولو، د نشه‌يي توکو په قاچاق او د وسله‌والو ډلو د پناه ورکولو تورن کړي دي. نوموړي د طالبانو اوسنی حکومت «بې‌راتلونکې» بللی دی

د پاکستان د ولسمشر ویاند ویلي، د اسلام‌اباد په باور، طالبان د پاکستان پر وړاندې د وسلو د قاچاق د تورونو په مطرح کولو سره هڅه کوي چې د افغانستان دننه د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د نړیوالې ټولنې پام بل لوري ته واړوي

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو ویلي وو، د پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق شوې ګڼې سپکې او درنې وسلې یې په ختیځو سیمو کې کشف او نیولې دي

د طالبانو اړوند چارواکو تر اوسه د مرتضی سولنګي د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وسله‌والو ډلو، سرحدي امنیت او د وسلو د قاچاق موضوع په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د لفظي شخړو له مهمو محورونو څخه پاتې شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto